معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د بندو دروازو ترشا له سلا مشورو وروسته په پرانیستې غونډه کې بحث وکړي.
د خبر له مخې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یاد سازمان د مرستندوی دفتر یوناما مشره روزا اوتونبایووا او د افغانستان د مدني ټولنې یوه استازې د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړي.
همدا راز په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا استازي به هم غونډې ته ویناوې وکړي.
په افغانستان کې بشري حقونه، په تېره د نجونو او ښځو تعلیم او کار بله هغه مسله ده چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به خبرې پرې وشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس