کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۱۵):
د راپورونو له مخې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی کندهار ته راغلی دی.
دغه پلاوي په کندهار کې له یو شمېر ځايي مسوولینو سره لیدنې ترسره کړي دي.
په دې اړه په خپره شوې اعلامیې کې راغلي چې د امنیت شورا یاد پلاوي پرون د کندهار له امنیه قومندان سره د پروژو د تطبیق په برخه کې د همکاریو او ځینو نورو مسایلو په اړه خبرې_اترې کړي دي.
د کندهار امنیه قومندان د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ته په خپلو خبرو کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/