معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو ۷۸ غونډې ته د ګڼو هېوادونو مشران نیویارک ته رسېدلي

د ملګرو ملتونو ۷۸ غونډې ته د ګڼو هېوادونو مشران نیویارک ته رسېدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۸ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د یو شمېر هېوادونو مشران او چارواکي د ملګرو ملتونو په ۷۸ مه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو عمومی منشي انتونیو ګوتریش مخکې ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په اجنډا کې به د افغان ښځو حالت په اړه هم خبرې وشي.
د ملګرو ملتونو ۷۸مه عمومي غونډه سبا سې شنبه تر سره کیږي او موضوع يې د نړیوال باوراو پېوستون جوړولو دوامدارې پراختیا ته د رسېدو په موخه د ۲۰۳۰ کال د اجنډا په پلې کولو کې د حکومتونو د اقداماتو ګړندي کول دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ویلي وو، چې د افغان ښځو د حالت موضوع به د هېوادونو له مشرانو سره یاده کړي.
په اوکراین کې د سولې راوستل هم یوه له هغو نورو مسلو څخه ده، چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه ورسره مخ ده.
ګوتریش مخکې ویلي و چې اوس د روڼ سبا لپاره د جوړجاړي وخت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس