معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره سوداګریزه راکړه – ورکړه زیاته شوې

د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره سوداګریزه راکړه – ورکړه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د ۶۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه – ورکړه شوې، چې له افغانستان څخه د صادراتو ونډه یې ۶۰ میلیونه ډالرو ته رسیږي.

د دوی په وینا افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېری صادراتي توکي یې کرنیز محصولات دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په اند که اسانتیاوې برابرې شي او صادراتي توکو ته بدیل بازارونه جوړ شي، د صادراتو کچه به هم لوړه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره سوداګریزه راکړه – ورکړه لري، چې له دې ډلې دوه میلیارده ډالره یې صادرات او ۸ میلیارده ډالره یې واردات دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس