کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د منځنۍ آسیا هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانستان، ایران او چین پر یووالي ټینګار کړی.
نوموړي چې د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې په غونډه کې خبرې کولې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي پیاوړتیا د سوداګرۍ د زیاتوالي او د ګډو پانګونو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو پورې تړلې ده.
بل لور کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي چې د دغې غونډې ګډونوال و، د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او سیاسي اړیکو د لا پراختیا ډاډ ورکړی دی.
په دغه غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند د ایران له سفیر غوښتي، چې د ایران د دولت په همکارۍ د افغانستان د وچې مېوې لپاره تعرفوي اسانتیاوې برابرې کړي، څو صادرات او واردات په متوازنه توګه ترسره شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/