معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ناروې کډوالو شورا بیا ځل په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل

د ناروې کډوالو شورا بیا ځل په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ناروې د کډوالو شورا په کندهار کې د ښځینه کارکوونکو په ګډون د خپلو فعالیتونو د بیا پيل خبر ورکړی دی.
د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان ایګلنډ تېره ورځ په خپل ټویټر لیکلي، دوی خوښ دي چې په کندهار او ځینو نورو سیمو کې يې خپل بشري فعالیتونه بیا پیل کړل.
سرپرست افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه‌ دي ویلي. ایګلېنډ تېره میاشت رویټرز ته ویلي وو، چې په کندهار کې د سرپرست افغان حکومت مشرانو په نړیوالو ادارو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د موقتي کار بیا پیلولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
ایګلنډ په کندهار او کابل کې د سرپرست افغان حکومت له مشرانو سره تر لیدو وروسته ویلي و، افغان چارواکو ورته ویلي چې د افغان ښځو او نجونو د کار او تعلیم په اړه د دوی ملي لارښود به ډېر ژر نهايي شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس