کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۸ مه نېټه):
يه داسې حال کې چې اسرایللي ځواکونو په غزه کې ټول بشري قوانین تر پښو لاندې کړي، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، دوی او متحدان یې په غزه کې د جګړې له وقفې ملاتړ کوي.
سټولټنبرګ دغه څرګندونې پرون په بروکسل کې د هنګري له ولسمشر کاتالین نوواک سره په ګډې خبري غونډه کې کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش وایي، مهمه ده اسراییل ته دا پوهاوی ورکړل شي چې هره ورځ د ده په ټکو د فلسطین د خلکو د بشري اړتیاوو د وحشتانکه انځورونو لیدل د اسراییل له ګټو سره په ټکر کې دي.
ګوټېرېش د چهارشنبې په ورځ په غزه کې د وژل شویو ماشومانو شمېر په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شویو ماشومانو له شمېر سره چې دی یې کلني راپورونه ورکوي، پرتله کړ.
ګوټېرېش ویلي، یوازې څو محدودو ورځو پرمهال غزه کې زرګونه ماشومان وژل شوي چې په خبره یې د دې ښکارندویي کوي، چې د پوځي عملیاتو د عملي کېدو په څرنګوالي کې تېروتنه شته.
په غزه کې د عامې روغتیا وزارت ویلي، د اسراییلو په بریدونو کې تراوسه له ۱۰ زره او ۵ سوو ډېر کسان وژل شوي چې له دې ډلې څلویښت په سلو کې یې ماشومان دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/