معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ناچاودو توکو چاودنې جوزجان او زابل کې لسو تنو ته مرګ_ژوبله اړولې

د ناچاودو توکو چاودنې جوزجان او زابل کې لسو تنو ته مرګ_ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې جوزجان او زابل ولایتونو کې د ناچاودو توکو له امله درې تنو ژوند بایللی او اووه نور ژوبل دي.
د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ ويلي، تېره ورځ د یاد ولایت په قوش تېپې ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
په ورته وخت کې د زابل د امنیې قومندانۍ ویاند هم ویلي، چې په دغه ولایت کې د پخوانيو ناچاودو توکو د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
د هغه په خبره، پېښه د سره غره د سرخوګانو په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، کله چې د کوچیانو تراکتور پر خښ شوي ماین ور برابر شو.
دې وروستیو کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله ملکي مرګ_ژوبلې کچه لوړه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس