معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نجونو د زده کړو پر ارزښت د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرلپسې ټینګار

د نجونو د زده کړو پر ارزښت د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرلپسې ټینګار

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد د ولایتونو له ځوانانو سره په کتنه کې یو ځل بیا د نجونو د تعلیم پر ارزښت ټینګار کړی.

ښاغلي کرزي شنبه (د تلې پر ۱۶مه) پر خپل ټوېټر ولیکل چې په دې ناسته کې یې د ملي یوالي او د زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویناوالو هم پر حکومت غږ وکړ چې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې پرانېزي.

پر افغانستان د ا.ا له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د ښځینه زده کوونکو پر مخ تړلي دي.
وړمه ورځ د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې په نژدې راتلونکي کې به د نجونو د زده کړو ستونزه حل شي او په خبره یې د دې ستونزې د هواري لپاره په لوړه کچه کار روان دی.
له دې وړاندې هم حکومت د نجونو د زده کړو لپاره د یو طرحې له بشپړېدو وروسته د ښوونځیو د پرانستو تکراري ژمنې کړي خو تر کال ډېرې مودې تېرېدو وروسته لا هم د یادې طرحې په تړاو کوم مثبت خبر نشته.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس