د تېرې اونۍ په نیمایي کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر په لاسلیک یو رسمي مکتوب په خواله رسنیو کې خپور شو چې په ترڅ کې یې د لوړو زده کړو په ټولو مؤسساتو، خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې د ښځینه زده کړیالانو د تحصیل ځنډولو خبره شوې وه.
پداسې حال کې چې دغه فرمان ماښام ناوخته په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپور شو، په سبا سهار یې وختي، امنیتي مؤظفینو د پوهنتونونو، کورسونو او آن د قرآن او دیني علومو د زده کړې مرکزونو مخه نیولې وه او دغو مرکزونو ته یې د نجونو او ښځو ننوتل په زور منعه کړل.
پدې تعلیمي مراکزو کې اکثریت داسې هم وو چې یوازې د ښځینه وو لپاره یې فعالیت کولو او د هېڅ ډول اختلاط یا ګډ تعلیم نښې هم پکې نه څرګندیدې.
په خواله رسنیو کې ددې مکتوب تر خپرېدو وروسته، له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلې دې پرېکړې په اړه وویل چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د ښځینه تحصیل په ډګر کې دده په خبره “منکرات ” موجود وو چې له امله یې یاد وزارت په پوهنتونونو کې د نجونو زده کړو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدا راز وویل چې تېر کال د نوي حکومت تر راتلو وروسته یې تر دې دمه په پوهنتونونو کې د اصلاح لپاره صبر وکړ، خو دا چې دغه ستونزې حل نه شوې، نو د نجونو پر تحصیل یې د بندېز پرېکړه وکړه.
د لوړو زده کړو ښاغلي وزیر هغه عمده ستونزې چې دده په نظر یې په ټول هېواد کې د نجونو او مېرمنو د لوړو زده کړو بهیر له ګواښ سره مخ کړ، په څو ټکیو کې خلاصه کړ:
• په پوهنتونونو کې د نجونو ليليو شتون او دغو ليليو ته د نورو ولایتونو څخه د نجونو ورتګ چې دده په خبره پر لاره له دغه ښځینه محصلینو سره د سفر پر مهال به محرم کس نه و.
• پوهنتونونو ته د هلکانو او نجونو ګډ تګ راتګ.
• په پوهنتونونو کې د نصاب ستونزې.
دا چې د لوړو زده کړو د وزیر دا خبرې او استدلال څومره منطقي او پر ځای دی، ځانګړی بحث دی خو دا چې آیا دغه یادو شویو ستونزو د نجونو پر مخ د تعلیم او تحصیل د دروازو له تړلو پرته بله هېڅ چاره نه درلوده؟ یقیناً د پوښتنې وړ موضوع ده.
له بل اړخ نه دې ټکې ته هم پاملرنه په کار ده چې که څه هم د لوړو زده کړو ښاغلي وزیر په یاده مرکه کې په څرکنده وایي چې د نجونو لپاره د قرآن کریم او دیني علومو مدرسې چې له نارینه وو سره اختلاط پکې نه وي، ممنوعیت نه لري، خو د عمل په ډګر کې بیا اړونده چارواکیو او امنیتي منسوبینو په ټول افغانستان کې د هغه ښځینه مدرسو زده کوونکې هم خپلو ټولګیو ته پرې نښودې چې قرآن او دیني علوم پکې زده کړه کوله.
دا چې له دیني او فقهي پلوه د لوړو زده کړو د وزیر خبرې او استدلال څومره سم او منطقي دی او یا دا چې په رښتیا هم د اسلامي شریعت له مخې اوسني شرایط دې ته ندي برابر چې افغان نجونې او مېرمنې آن دیني زده کړو ته له کور نه بهر شي، اوږد بحث دی او ګومان نه کړم چې دا محدودې کرښې به یې د را نغاړلو توان و لري.
اما دا چې د ټولې اسلامي نړۍ سیاسي واکمن، مشهور او مخور دیني علما؛ لکه: د الازهر شیخ او د نړۍ د اسلامي خوځښتنو مشران، افغاني نجونو او مېرمنو ته د زده کړو زمینې برابرولو او د هغوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل شویو دروازو د خلاصون غوښتنه کوي، طبیعي ده چې د فقهې او شریعت له مخې به یې د جواز یا عدم جواز موضوع هم څېړلې وي.
دا هم منو چې په تېرو پرله پسې څو لسیزو کې د لویدیځوالو د پوځي یرغل تر څنګ، دلته د هغوی د فکري او فرهنګي یرغل د افغانانو د ژوند د نورو برخو تر څنګ د پوهنې او معارف په برخه کې هم ستونزې او نا خوالې زېږولې دي، اما ددې ټولو سره سره تر شپږم ټولګي پورته په یوه وار د نجونو د زده کړو ځنډول هم په هېڅ صورت نه د حل لاره ده او نه د معقولیت ښکارندوی.
اسلامي ارشادات او نصوص، له صدر اسلام څخه را نیولې بیا تر نن پورې د اسلامي علماوو نظریات، او لارښوونې دا ټول یوه لورې ته اشاره لري او هغه دا چې لکه څه ډول چې د علم او پوهې ترلاسه کول پر مسلمان نارینه فرض دي، په هماغه ډول پر مسلمانې ښځې هم فرض دي.
ځکه نو افغان مسلمان ولس په ټولیز ډول نر او ښځې، زوړ او ځوان غواړي تر څو د مېرمنو او نجونو پر مخ د تعلیم بندې دروازې پرانیستل شي او د هغو مظلومو خویندو آرمان په اوبو لاهو نشي چې غواړي د اسلامي ارشاداتو او اصولو مطابق علم تر لاسه کړي او دین او ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.