کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې د بشرپالو مرستو په دوام د ۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو یوه بله کڅوړه نن کابل ته رارسول شوې ده.
دا په روانه اونۍ کې درېیمه او د نوي سرپرست حکومت د واکمنۍ پر مهال د نړیوالې ټولنې لخوا د ۴۰ میلیون ډالرو یوولسمه کڅوړه ده، چې کابل ته را رسي.
له تېر یو کال او دوو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د ۳۰ او ۴۰ میلیونه ډالرو په کڅوړو کې یو میلیارد او ۳۹۳ میلیونه ډالره مرسته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سه شنبه د تلې پر ۱۹مه هم د ۴۰ میلیونه نغدي مرستو یوه کڅوړه کابل ته را رسول شوې وه.
د یادولو وړ ده، چې دا مرستې نېغ په نېغه د حکومت خزانې ته ځي، بلکې دلته د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې اړوند مرستیه کوونکو بنسټونو لخوا پر بشري مرستو لګول کېږي.
