کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري د ریاست په تالار کې د یوې غونډې پرمهال د مطبوعاتو نړیواله ورځ ولمانځل شوه.
په دغه ناسته کې چې د ژونالېستانو د اتحادیو په ګډون د رسنیو کارکوونکو، مطبوعاتي مسوولینو او د رسنیو استازو ګډون درلود، رسنوالو پۀ کې د اطلاعات او کلتور ریاست له ملاتړ او دوامدارې همکارۍ مننه وکړه.
د دوی په وینا د دغې همغږۍ او همکارۍ له امله ځینې هغه رسنۍ چې د ستونزو له امله تړل شوې وې، بېرته یې ځینو په فعالیت پیل کړی او یو شمېر نور یې د فعالېدو په حال کې دي.
د اطلاعات او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي رسنیو او ژورنالېستانو ته خپلو خبرو کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او لۀ رسنوالو یې غوښتنه وکړه چې د هېواد ملي منافعو ته په لومړیتوب ورکولو دې خپلې رسنیزې چارې په پوره ډاډ مخته یوسي.
د ننګرهار اطلاعات او کلتور رییس مولوي نور محمد حنیف بیا د رسنیو ټولو کارکوونکو ته چې په ننګرهار کې نشرات او یا د پوښښ لپاره خبریالان لري، ډاډ ورکړ چې دوی ورسره په پوره معنا همکار دي او ملاتړ یې کوي.
د می درېیمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ په ۱۹۹۳ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسمبلۍ کې د هغه وړاندیز پر بنسټ چې د ۱۹۹۱ کال د یونسکو د عمومي کنفرانس په ۲۳ غونډه کې تصویب شوی و، د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/