معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار مرستیال والي هغه غازي سره ولیدل، چې لس کاله وړاندې یې یو امریکایي عسکر د چاقو پرمټ وژلی و

د ننګرهار مرستیال والي هغه غازي سره ولیدل، چې لس کاله وړاندې یې یو امریکایي عسکر د چاقو پرمټ وژلی و

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د ننګرهار ولایت مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح د حکمت الله خالد په نوم هغه غازي سره ليدلي، چې شاوخوا لس کاله وړاندې يې شينوارو ولسوالۍ کې ۲۶ کلن خورد ضابط مایکل کیبليو د چاقو په ګوزارونو لمنځه وړی و او خپله له سيمې ژوندی وتلی و.
دا بريد چې لس کاله وړاندې د ۱۳۹۲ لمریز کال د وري مياشتې په ۱۲مه نېټه شوی و، د امريکايي ځواکونو له لوري هم تاييد شوی و. پنټاګون په یوې بیانیې کې هغه مهال ویلي وو، چې خورد ضابط کیبل د دښمن برید کې د وراوښتو ټپیونو له امله مړ شوی دی.
حکمت الله خالد وايي، هغه مهال څوارلس کلن او د ښوونځي زده کوونکی و، چې دغه برید یې ترسره کړی و.
د ننګرهار مرستيال والي د ياد غازي د دې اتلولۍ ستاينه او قدردانی وکړ او دا کړنه يې د افغانانو په تاريخ کې ستره مېړانه وبلله.
نوموړي ياد غازي سره نغدي مرسته وکړه او هغه ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
مرستیال والي ویلي، چې حکومت به یې خپلو ټولو هغو غازيانو ته چې په تېر کې يې داسې اتلولۍ ښودلې، ځانګړې پاملرنه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس