معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار ولايت امنيه قومندانۍ دغه ولایت کې ۱۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي

د ننګرهار ولايت امنيه قومندانۍ دغه ولایت کې ۱۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي

کابل- ګهیځ نیوز(د حمل/ وري ۱۰مه نېټه ۱۴۰۲):
د ننګرهار ولايت د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د کشف امریت د جلال اباد د درېيمې امنيتي حوزې، پنځمې امنيتي حوزو او همدارنګه د جلال اباد ښار د بهسودو پله ځنځيري پولیسو په جلال اباد ښار کې ۱۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.
په يادو کسانو کې ۱۱ تنه د غلا په تور، ۲ تنه د مجروحيت په تور او ۴ تنه د يوه کس د بې عزتۍ په تور نیول شوي دي.
ياد کسان اوسمهال د ننګرهار ولايت امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په مدیریت کې تر پوښتنو لاندې دي، چې وروسته به رسماً عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس