کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار امنيې قومندانۍ مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز ویلي، د دغه قومندانۍ تر چتر لاندې د ننګرهار ټرافیکو مدیریت تېرو لسو میاشتو کې ۵۲ میلونه ۱۹۶ زره او ۷۶۶ افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د ده په خبره دغه عواید د ۱۹ زره ۹۶۸ جوازونو او لایسنسونو د وېشلو په پایله کې راټول او امارتي خزانې ته سپارل شوي دي.
دغه راز مبارز زیاته کړې، چې ننګرهار ټرافیکو مدیریت د ټرافیکي نظم ښه والي لپاره په بېلابېلو واټونو کې سیګنالونه نصب کړي او په ټولو څلور لارو او واټونو کې یې د ۴۰ زره متره مربع په اندازه ټرافیکي لیکې جوړې کړې دي.
نوموړی زیاتوي چې ټرافیکو مدیریت هڅه کوي، څو دغه ولایت کې ټرافیکي قوانینو اړوند ټولې چارې په مسلکي او ښه ډول تنظیم کړي.
جلال آباد ښار چې نسبتاً وړوکی ښار دی، د مسوولینو په وینا دغه هڅې کولی شي، د ننګرهار ټرافیکي نظم ښه والي کې مهم رول ولوبوي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/