معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار په خوګياڼو کې سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو د شبکو جوړولو رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شو

د ننګرهار په خوګياڼو کې سلګونه کورنیو ته د پاکو اوبو د شبکو جوړولو رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند وزیرو تنګي سیمه کې د ۲۷ اوبو شبکو کارونه ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي.
د خبر له مخې، دغه چارې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د افغانستان لپاره د سوېډڼ کمېټې په مالي مرسته د ۲۷ اوبو ذخیرو کارو، چې هره ذخیره یې ۳۰ مترمکعب حجم لري، د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوي دي.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوولینو ویلي، چې دغه شبکې به ډېر ژر د سیمې خلکو ته د ګټې اخیستنې لپاره وسپارل شي.
ځایي خلک د دغو شبکو پر جوړښت خوښ دي.
د دوی په وینا مخکې به یې د خوَړنو له روانو اوبو استفاده کوله، چې په مختلفو ناروغیو به اخته کېدل، چې اوس به یې دغه ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس