معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار په مومندره کې نوی ښارګوټی جوړیږي

د ننګرهار په مومندره کې نوی ښارګوټی جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مقام خبرپاڼې ویلي، چې والي محمد نعیم اخند، د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست حمدالله نعماني او د مالیې، کرنې او سوداګرۍ وزارتونو استازو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې د یوه نوي ښارګوټي د جوړولو په موخه ساحه ارزولې ده.

د ننګرهار والي ویلي، دغه ښارګوټی د اقتصادي پرمختګ، ښاري پراختیا او د دولتي ادارو د ښه مدیریت لپاره جوړیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تخنیکي ډلې له لوري د ښارګوټي د تفصیلي ډیزاین تر بشپړېدو وروسته به یې بنسټیزې چارې پیل شي.

د یادې پروژې له مخې به تورخم کې یوازې هغه دولتي ادارې پاتې شي، چې د فرضي کرښې چوپړونو لپاره اړینې دي. نورې دولتي ادارې او ‎سوداګریز فعالیتونه به نوي ښارګوټي ته راولېږدول شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس