معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار کانال ریاست له لوري په ۱۳ جریبه ځمکه تفریحي پارک جوړیږي

د ننګرهار کانال ریاست له لوري په ۱۳ جریبه ځمکه تفریحي پارک جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته تر څلورو لسیزو د هډې فارم اړوند عبدالخېلو بلاک کې د کانال په ۱۳ جريبه ځمکه باندې یو تفریحي پارک جوړیږي.
د خبر له مخې د هډې فارم د عبدالخېلو بلاک د ښېوې ولسوالۍ شګې قريې کې واقع دی، چې اوس پرې تازه ننګرهار کانال شرکت په خپل مالي لګښت د خپلو وسایلو نه په ګټې اخستنې، یو تفریحي پارک جوړوي.
د مسوولینو په وینا دې پروژې ته په تېر کې خپل منځي جګړو درانه ګذارونه ورکړي، چې اوس بشپړ کار او رغونې ته اړتیا لري.
ننګرهار کانال ریاست د مسوولینو په خبره د هډې فارم عبدالخېلو بلاک کې تر دې دمه ۵۲۹ جریبه ځمکه باندې باغونه جوړ شوي، چې ټول په کې ۳۲ زره ۸۷۷ بېلابېل ډوله بوټي کرل شوي، چې له دې سره لسګونه تنه ځوانانو ته کار زمینه هم په کې برابره شوې ده.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس