معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار کې د مالټو بڼونو حاصلات سږ کال له ۲ زرو څخه ۳ زره ټنو ته ارتقاء کړې

د ننګرهار کې د مالټو بڼونو حاصلات سږ کال له ۲ زرو څخه ۳ زره ټنو ته ارتقاء کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۲   نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار کې د کانال رییس ویلي، یوازې د کانال ریاست په فارمونو کې پر ۱۷ نیم زره جریبه ځمکه باندې د مالټو باغونه جوړ شوي، چې د اټکل له مخې یې حاصلات ۳ زره ټنو ته رسیږي.

د کانال ریاست ترڅنګ د ننګرهار په یو شمېر خصوصي بڼونو کې هم په سلګونه ټنه مالټې اوس مهال په ثمر راغلي دي.

د کانال ریاست وایي، هڅه کوي چې د ننګرهار ښه اقلیم ته په کتو د مالټو له پلوه ځان بسیاینې لور ته کار وکړي.

له ننګرهاره هره ورځ زرګونه منه مالټې د هېواد بېلابېلو برخو ته د خرڅلاو لپاره لېږدول کیږي.

دغه مالټې چې د کېفیت او خوند له پلوه کم ساري دي، له همدې امله په کور دننه او بهر له ځانګړي ارزښت او بازاره برخمن دي.

ننګرهار کې د مالټو د حاصلاتو ډېرښت خبر په داسې مهال ورکول کیږي، چې دغه ولایت کې د مالټو نوي بڼونه هم مخ په جوړېدو دي او دې وروستیو کې افغان حکومت هم د خپل هېواد د تولیداتو پرمختګ لپاره پر هغو خوراکي او غیر خوراکي توکو ګمرکي تعارفې لوړې کړې، چې د مالټو په څېر یې بدیل په هېواد کې پیدا کیږي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس