معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نورستان ـ کونړ عمومي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د نورستان ـ کونړ عمومي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نورستان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۶ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د کونړ – نورستان د لویې لارې د رغولو چارې پیل شوې.

د مسوولینو په وینا د کونړ – نورستان لویه لار د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۶ سوه میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ کیلو متره په اوږدوالي او د ۹ متره سور په درلودلو سره په اساسي ډول رغول کیږي.

په ورته مهال د یادو ولایتونو اوسېدونکو د دغه سړک په جوړېدو خوښي ښودلې او په راتلوونکي کې یې له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کېدو هیله کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس