معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نړیوال اقتصادي وضعیت د لا فلج کېدو په اړه د پیسو د نړیوال صندوق خبرداری

د نړیوال اقتصادي وضعیت د لا فلج کېدو په اړه د پیسو د نړیوال صندوق خبرداری

کابل/ګهیځ: نن چهار شنبه ( د تلې/میزان ۲۰مه او اکټوبر میاشتې ۱۲مه نېټه ده) د پیسو نړیوال صندوق خبر ور کوي، چې د اوکراین د جګړې اوږدېده او د توکو د بیو چټکه لوړتیا به د نړۍ اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي.
دې نړیوال بنسټ د نړیوال اقتصادي وضعیت په اړه تازه څېړنه کړې او ویلې یې دی، چې راتلونکی کال به ډېر هېوادونه دا حس کړي چې له اقتصادي ځوړتیا سره مخامخ دي.
صندوق په خپل تازه راپور کې ویلي چې د اقتصادي ځوړتیا له دغې څپې به حتی د نړۍ ستر اقتصادونه لکه امریکا، چین او روسیه هم خوندي پاتې نشي.
د پیسو نړیوال صندوق چې دنده یې د نړیوال اقتصاد د ثبات ټینګښت دی، د اوکراین د جګړې له امله یې د نړۍ د اقتصادي ودې د کچې په تړاو د کړیو وړاندوینو درجې کمې کړې دي.
د پیسو نړیوال صندوق دنده لري چې د نړیوال اقتصادي ثبات د ټینګښت ترڅنګ د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او کړکېچ د را دبره کېدو په تړاو هېوادونو ته خبرداری ور کړي.
دغه بنسټ خبرداری ور کړی چې د روسیې اقتصادي حجم کې به د اوکراین د جګړې او نړیوالو بندیزونو له امله راتلونکی کال دوه اعشاریه درې سلنه کموالی راشي.
د پیسو د نړیوال صندوق مشرې “کریستیلینا جیورجیفا” ویلي، د چین اقتصادي وده به هم د کرونايي محدودیتونو له امله ټکنۍ وي او د امریکا اقتصاد به هم د سود د کچې د زیاتوالي له امله زیانمن شي.
خو د پیسو د نړیوال صندوق مشرې زیاته کړې، که هېوادونه له یو بل سره کار وکړي، دغه کړکېچ تر یوه حده مهارولی شي.
هغې زیاته کړې، دا صندوق به پر هېوادونو لا نور فشار واچوي چې د ژوند د لګښتونو د کمولو په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي، که څه هم دا هڅې د هېوادونو پر اقتصادي ودې منفي اغېزې ولري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس