معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د نړۍ ۵۷ هېوادونو مشرانو غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

د نړۍ ۵۷ هېوادونو مشرانو غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د نړۍ ۵۷ هېوادونو مشرانو د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې د خپلې بېړنۍ ناستې پای کې د اسراییلو دا ادعا رد کړه، چې ګوندې پر غزې یې برید د ځان په دفاع کې کړی دی.
ګډونوالو د دې ناستې پای کې په زغرده غزه کې د سملاسي اوربند، دې تراړې ته د بشري مرستو د ورتګ او اسراییل ته د وسلو صادراتو د درېدو غوښتنه کړې.
بل لور ته لندن کې تېره ورځ لکونو خلکو د فلسطیني وګړو په ملاتړ پراخ لاریون وکړ.
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې لاریونوالو له نړیوالو غوښتي، چې غزه کې د بریدونو درېدو لپاره دې پر اسراییلو باندې فشار راوړي.
د فلسطیني چارواکو په وینا د اسراییلي ځواکونو د روانو بریدونو له امله تر دا مهاله ۱۰ زرو څخه ډېر وګړي وژل شوي، چې لوی اکثریت یې ماشومان دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس