معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د نیویارک یوې محکمې ډونالډ ټرمپ احضار کړی

د نیویارک یوې محکمې ډونالډ ټرمپ احضار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۱ مه نېټه):
د امریکایي رسنیو د خبر له مخې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک یوې محکمې د خپلو شتمنیو په اړه د درغلیو او دروغ ویلو په تور احضار کړی دی.
د دغو رسنیو د خبر پر بنسټ، ټرمپ د خپل مالي وضعیت په اړه د دروغ ویلو له امله له یو میلیارد ډالرو څخه په ډېرې ګټې اخیستو تورن شوی.
د امریکا پخوانی ولسمشر تېره ورځ د نیویارک په منهاټن ولسوالۍ کې یوې ملکي محکمې ته حاضر شو.
د ټرمپ څارنوال کیون والاس ویلي، چې هغه د پورونو او بیمې لپاره خپل مالي وضعیت له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې نادرست بیان کړی و.
د نوموړي په وینا، دې کار د ټرمپ مالي ګټه شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته لوړه شوې او د املاکو بازار ته یې لوی ګوزار ورکړ.
که پر ډونالډ ټرمپ لګېدلي تورونه ثابت شي، ښايي تر ۲۵۰ میلیونه ډالرو جریمې او په نیویارک کې د هغه پر سوداګریزو فعالیتونو بندیز ولګول شي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس