معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هرات زلزله ځپلو سره د ایران او پاکستان مرستې رد شوې

د هرات زلزله ځپلو سره د ایران او پاکستان مرستې رد شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم لونړۍ نېټه):
ګهیځ نیوز د یو شمېر سرچینو له قوله خبر ترلاسه کړی، چې افغان لوري د هرات زلزله ځپلو لپاره د ایران او پاکستان کېدونکې مرستې رد کړي دي.
دغو سرچینو د هویت پټ ساتلو په شرط ګهیځ نیوز ته ویلي، چې افغان لوري د پاکستان او ایران مرستې د یو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ دغو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د روان زور – زیاتي او ځورېدا په غبرګون کې کړي دي.
رسمي سرچینو تر اوسه د دغې خبر د تایید په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
ګهیځ نیوز هڅه وکړه، چې په دې اړه د رسمي سرچینو نظر هم ترلاسه کړي، خو تر اوسه یې په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.
دې وروستیو کې پاکستان او ایران پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې، چې له امله یې دغه هېوادونو کې د افغان کډوالو ژوند تریخ شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس