معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هرات صنعتي ښارګوټي ته ۵۰ زره جریبه ځمکه ورکول کیږي

د هرات صنعتي ښارګوټي ته ۵۰ زره جریبه ځمکه ورکول کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، د هرات صنعتي ښارګوټي د پراختیا لپاره ۵۰ زره جریبه نوره ځمکه هم ځانګړې کوي.

نورالدین عزیزي دا څرګندونې د هرات  له سرپرست والي سره کتنه کې کړي دي.

عزیزي په دې کتنه کې له خصوصي سکټور څخه د هرات د سرپرست والي له ملاتړ څخه په مننې ویلي، هرات ولایت کې پانګوالو ته د امن فضا د دې لامل شوې، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پانګوال د دې ولایت صنعتي ښارګوټي ته مخه کړي.

په ورته مهال د هرات والي له پانګوالو او صنعت کارانو د هرات سیمه ییزې ادارې له ملاتړه ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې د هغوی لپاره به ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس