کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۲ مه نېټه):
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې هندي چارواکو د دغه هېواد په شمالي او لوېدیځو ځنګلونو کې د پراخې اور لګېدنې خبر ورکړی دی.
ځایي چارواکو رویټرز ته د دغې اورلګېدنې لامل سخته ګرمي ښودلې ده.
تر اوسه دغه اورلګېدنه کې د اوښتو زیانونو په اړه ځایي چارواکو رسنیو ته اطلاعات په لاس نه دي ورکړي.
د هند د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې دغه هېواد کې هر کال شاوخوا یو میلیون هکتاره ځنګلونه د اور لګېدنې له امله سوځیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/