معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هند په یو تونل کې بند پاتې لسګونه تنه کارګر ژغورل شوي

د هند په یو تونل کې بند پاتې لسګونه تنه کارګر ژغورل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸  نېټه):

د هندي رسنیو د خبر له مخې د هند په اتراکنډ ایالت کې د ژغورنې کارکوونکو ویلي، هغه ۴۱ تنه کارګران یې ژغورلي چې د تېرو ۱۷ ورځو راهیسې په یو نړېدلي تونل کې ایسار پاتې وو.

دا کارګران هغه مهال په تونل کې بند پاتې شول، چې د نومبر په ۱۲مه د تونل ځینې برخې ونړېدې.

دا کارګران د یاد ۴.۵ کیلومتره اوږد تونل په ۵۷ مترۍ کې بند پاتې وو او په دغو ورځو کې ورته اوبه، خواړه، د رڼا وسایل، اکسېجن، درمل او نورې اسانتیاوې د یو پایپ له لارې لېږدول کېدل. هندي چارواکو له ژغورل شويو کسانو سره له تونل د باندې لیدلي او هغوی یې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د ژغورل شویو کارګرانو په اړه په یو بیان کې ویلي، چې د دوی زړورتیا او زغم الهام بخښونکی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس