معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هوا پېژندنې ادارې نن په ۲۶ ولایاتو کې د سختو بارانونو واورې او سېلابونو د راوتو اټکل کړی

د هوا پېژندنې ادارې نن په ۲۶ ولایاتو کې د سختو بارانونو واورې او سېلابونو د راوتو اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۹ نېټه):
د افغانستان د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، چې له تېرې ورځې وروسته به نن هم په بدخشان، نورستان، تخار، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، زابل، غزني، کندهار، مېدان وردګ، بامیان، سرپل، دایکندي، ارزګان، غور، فراه او هلمند ولایتونو کې اورښتونه وشي او سېلابونه به راووځي.
دغې ادارې وړاندې ویلي، چې د بارانونو کچه به په بېلابېلو سیمو کې له له ۲۰ څخه تر ۵۰ ملي مترو او واورې کچه به له ۲۰ څخه تر ۴۰ سانتې مترو پوري وي.
د حمل میاشتې له پیل سره د هېواد په ډېری ولایاتو کې اورښتونه پیل شوي، چې ورسره یو شمېر سیمو کې سېلابونه هم راوتلي چې خلکو ته یې ځینو مواردو کې زیانونه هم اړولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس