معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په شمال کې د مخابراتي اسانتیاو ډېرښت په موخه نورې مخابراتي شبکې وصل شوې

د هېواد په شمال کې د مخابراتي اسانتیاو ډېرښت په موخه نورې مخابراتي شبکې وصل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې شمال کې د اترا ادارې مسوولین وايي، د بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپُل ولایتونو مرکزونو سربېره یې په اتو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې وصل او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.
د راپور پر بنسټ شمال زون کې د اترا ادارې آمر محمد ثابت نعماني ویلي، چې د تېرو دوو میاشتو په موده کې د یادو ولایتونو په شولګره، کلدار، چهاربولک، قوشتیپه، سوزمه قلعه، سنچارک، قیصار او خان چهار باغ ولسوالیو او د سرپل، فاریاب، جوزجان او بلخ ولایتونو اړوند مرکزونو او همدا راز ۲۴ کلیو کې د مخابراتو ټولې شبکې وصل او ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.
تر دې وړاندې د یادو سیمو خلک د مخابراتي اسانتیاو په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس