معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په ټولو زونونو کې معیاري سړې خونې جوړیږي

د هېواد په ټولو زونونو کې معیاري سړې خونې جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ويلي، چې د کروندګرو د حاصلاتو د ساتنې په موخه د هېواد په ټولو زونونو کې سړې خونې او معیاري تولیدي کارخونې جوړوي.
د دغه وزارت تخنیکي مرستیال وايي، د دغو سړو خونو د جوړېدلو لپاره پر یوې تګلارې کار روان دی او په وروستي کېدو سره به یې په راتلونکي کې په دې برخه کې د کروندګرو ستونزې حل شي.
یو شمېر کروندګر او بڼوال هم د خپلو حاصلاتو د ساتنې لپاره په خپلو سیمو کې د سړو خونو د جوړېدو غوښتنه لري.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو موسم رارسېدلی، خو د کروندګرو او کارخونو لرونکو په وینا د معیاري سړو خونو نشتون د دوی پر وړاندې جدي ستونزه ده، چې توکي د خرابېدو له وېرې پۀ ډېره ټیټه بیه پلوري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس