معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په څلورو ولایاتو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲۵ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

د هېواد په څلورو ولایاتو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲۵ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار، غزني، جوزجان او نیمروز ولایتونو کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو په پایله کې اته کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان دي.

د غزني ولایت د دوو جلا ترافیکي پېښو په پایله کې څلورو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.

په ورته مهال د کابل – جلال‌آباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند بایللی او درې نور ژوبل دي.

سربېره پر دې د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم د ورته پېښې په پایله کې یو کس مړ او درې نور زخمیان شوي دي.

د خبر پر بنسټ، د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې هم ترافیکي پېښه شوې، چې په کې یو کس مړ او درې کسان ټپيان دي.

نیمروز کې بیا د موټرسایکل او ریکشې په ټکر کې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس