معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په ۱۸ ولایاتو کې د اورښتونو او بادونو اټکل شوی

د هېواد په ۱۸ ولایاتو کې د اورښتونو او بادونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۹سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت کې د هوا پېژندنې ادارې نن شنبه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د اورښتونو، سېلابونو، تالندې برېښنا او بادونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، بامیان، ډایکنډي، غزني، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست کې د اورښتونو اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

خبرپاڼه کاږي، چې په لویدیځو او جنوب لویدیځو ولایتونو کې د بادونو، دوړو او خارو د پېښېدو اټکل هم شته، چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۷۰ کیلومتره وي.

د غويي یا ثور له ۲۱مې د افغانستان ختیځ، شمال ختیځ، شمال او لوېدیځ ولایتونه تر سختو اورښتونو وروسته د درنو سېلابونو بهېدلو شاهدان وو، چې د سلګونو کسانو د مرګ‌ – ژوبلې ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس