معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او اوبو کچې لوړېدلو اټکل شوی

د هېواد یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او اوبو کچې لوړېدلو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې سبا او بل سبا به د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچه لوړه شي.
د دوی په خبره د یادو سیمو په یو شمېر برخو کې د سېلابونو راوتلو اټکل هم شوی دی.
د دغه وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل) په سیندیزه حوزه کې شوی دی.
دوی همدارنګه ویلي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د جلال آباد، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې به شتون ولري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس