معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د واورې او توپان له امله د سالنګ لویه لاره وتړل شوه

د واورې او توپان له امله د سالنګ لویه لاره وتړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایتي چارواکو ویلي، چې نن سهار د سالنګ لویه لاره د واورې د اورښت او سخت توپان له امله د موټرو پرمخ وتړل شوه.

د خبر پر بنسټ، د دغه ولایت امنیې قومندانۍ له خلکو او موټر چلوونکو چې په دې لاره تګ – راتګ کوي، غوښتنه کړې چې تر راتلونکي اعلان پورې دې پر دغې لارې له سفره ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د واورو او بارانونو نوې څپې په پیل سره د سالنګ لویې لارې په ګډون د هېواد یو شمېر نورې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.

د هواپېژندنې ادارې هم نن د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او بارانونو د اورښت اټکل کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس