کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۸ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ډېرې واورې او طوفان له امله د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ مواصلاتي لار د کمکوتل په سیمه کې بنده شوې ده.
د سرپل د فواید عامې رییس نعمتالله رحماني ویلي، د یادې لارې د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د واورې پاکولو ټیمونه په سیمه کې کار کوي، څو دغه مهمه مواصلاتي لار بېرته پرانیستل شي او د خلکو تګ – راتګ عادي حالت ته راوګرځي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/