معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د وردګو دښت ټوپ ښوونیز مرکز له برېښنا څخه برخمنه شوه

د وردګو دښت ټوپ ښوونیز مرکز له برېښنا څخه برخمنه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند دښت ټوپ ښوونیز او روزنیز مرکز ته د سیدآباد ولسوالۍ له عمومي جکشن څخه د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت وارداتي برېښنا وصل شوه.
د برېښنا شرکت مسولینو ویلي، چې د دې پروژې چارې په یو کال او ۵ میاشتو کې بشپړې شوې، چې له لارې یې یاد نظامي مرکز ته ۲۰ کیلو واټه برېښنا له ۲۸ کیلو متره فاصلې د ۵۲۶ پایو او ۸۶ زره متره لین پر مټ ونښلول شوه.
مسوولینو زیاته کړې، چې په یاده پروژه ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی دی.
د مېدان وردګ ولایت د مسوولینو په خبره د ټوپ دښتې نظامي مرکز د هېواد په کچه دوهم لوی مرکز ګڼل کیږي، چې پر یو وخت د لس زره کسانو د نظامي روزنې وړتیا لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس