معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د وردګ پوهنتون د احاطوي دېوال د رغولو چارې پیل شوې

د وردګ پوهنتون د احاطوي دېوال د رغولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مېدان وردګو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د وردګ پوهنتون لپاره د ۴۰ میلیونو افغانیو په لګښت د احاطوي دېوال د جوړولو د چارو پرانیسته وکړه.
د لوړ زده کړو سرپرست وزیر دغو مراسمو کې ویلي، چې سرپرست حکومت هېواد کې د لوړو زده کړو لپاره د هر ډول آسانتیاوو برابرولو او د پوهنتونونو د بیا رغونې هڅې پیل کړې دي. نوموړي زیاته کړې، د ټولو پوهنځيو لپاره د هېواد په کچه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یو عصري نصاب جوړولو لپاره کار روان دی.
هغه د پوهنتون استادانو څخه غوښتنه وکړه، چې په پوره اخلاص، صداقت او په اسلامي روحیه د هېواد بچیان وروزي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس