معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ټایلنډ په هوایي ډګر کې ۴ افغان کډوال نیول شوي

د ټایلنډ په هوایي ډګر کې ۴ افغان کډوال نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټایلنډ د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په هوايي ډګر کې ۳ نارینه او یوه افغانه ښځه هغه مهال نیول شوې، چې غوښتل یې د قزاقستان له جعلي پاسپورټونو سره د پلټنې له ځایه تیر شي.

یادې ادارې د دغو څلور افغان کډوالو د عکسونو په خپرولو سره ویلي، دا کسان یې د ډیسمبر په لسمه، سهار مهال نیولي دي.

له دې وړاندې د روان کال په اګسټ میاشت کې د ټایلنډ په پوکت هوايي ډګر کې یو بل افغان هم له جعلي پاسپورټ سره نیول شوی و.

دا افغانان په داسې حال کې له جعلي پاسپورټونو سره نیول کیږي، چې د ټایلنډ حکومت اعلان کړی، د را روان کال د جنورۍ له پیله به افغانانو او پاکستانیانو ته په انلاین ډول ویزې ورکوي.

د ټایلنډ د حکومت په خبره د ویزو غوښتونکي کولی شي، په انلاین ډول په ویب سایټونو کې غوښتلیکونه واستوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس