کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ډان ورځپاڼه راپور ورکړی، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په مشرۍ یوه ځانګړې ناسته شوې، چې په کې د افغان کډوالو د درېیمو هېوادونو ته د لېږد په څرنګوالي بحث شوی.
په دې ناسته کې د افغان کډوالو د لېږد پر ممکنه لارو چارو خبرې شوي او هغه ننګونې څېړل شوي، چې کډوال ورسره مخامخ دي.
راپور زیاته کړې، د دې ناستې موخه د افغان کډوالو د وضعیت ښه والي لپاره د اغېزناکو تګلارو موندل وو.
د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر په میلیونونو دی، چې د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د دې ناستې په اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو داسې ښکاري چې پاکستان غواړي د خپلو سیاسی موخو لپاره له افغان کډوالو استفاده وکړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/