معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د پاکستان د سترې محکمې غړي “فايز عیسا” د قاضي القضات په توګه د خپلې دندې لوړه وکړه

د پاکستان د سترې محکمې غړي “فايز عیسا” د قاضي القضات په توګه د خپلې دندې لوړه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
د پاکستان ولسمشر عارف علوي نن په اسلام اباد کې د دغه هېواد د سترې محکمې قاضي “فايز عیسا” ته د دغه هېواد د نوي قاضي القضات په توګه سوګند ورکړ، چې د لوړې پر مهال د هغه مېرمن “سرینا عیسا” هم د هغه څنګ ته ولاړه وه.همدارنگه دلوړې په دغه غونډه کې د پاکستان د لنډمهالي صدراعظم انوار الحق کاکړ په ګډون یوشمېر لوړپوړو چارواکو ګډون درلود.
قاضي فایز د پاکستان۲۹ ویشتم قاضي القضات په توګه د عمر عطا بندیال په تقاعدېدو سره د هغه ځای ناستی شو.
بل خوا پاکستاني رسنۍ پدې اند دي چې د نوي قاضي القضات فايز عیسا مخې ته ګڼ چيلنجونه مخې ته پراته دي چې پکې د ورکو شویو کسانو ستونزه، په سپريم کورټ کې د ۵۶،۰۰۰ قضیو هوارول، او سیاسي مقدمې او د ملکي او پوځي عدالتونو ترمینځ د ټکر موضوعات شامل دي.
قاضي فایز عیسا د پاکستان په بېلابېلو محکمو، مرکزي شرعي محکمې او ستره محکمه کې ۲۷ کاله د وکیل او قاضي په توګه کار کړی دی. نوموړی د ۱۹۵۹ کال د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د بلوچستان په سرښار کوټه کې زېږېدلی دی او ویل کېږي چې د نوموړي کورنۍله افغانستان څخه هلته تللې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس