معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان د سند آیالت له زندانونو ۴۰ تنه افغان بنديان خوشې شول

د پاکستان د سند آیالت له زندانونو ۴۰ تنه افغان بنديان خوشې شول

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په کراچۍ ښار کې افغان کونسل ویلي، چې تېره ورځ د پاکستان د سېند ایالت له زندانونو څخه ۴۰ تنه افغانان بندیان خوشې شول.
د خبر پر بنسټ، دغو بندیانو کې اته ماشومان هم شامل وو.
خبر زیاتوي، چې آزاد شوي بندیان به د افغان چارواکو په مالي لګښت سره خپل هېواد ته ولېږدول شي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم پاکستان کې سلګونه افغانان چې د دغه هېواد د سېند ایالت د کراچۍ ښار پولیسو لخوا د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نیول شوي وو، د افغانستان د سفارت او د جنرال کونسلګرۍ د هلو – ځلو په پایله کې خوشې شوي دي.
دا په داسې مهال ده، چې دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو په قانوني او غیر قانوني افغان کډوالو باندې کړۍ راتنګه کړې او د دوی ځورونې ته یې زور ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس