معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان زور – زیاتي له امله تر اوسه ۵۲ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د پاکستان زور – زیاتي له امله تر اوسه ۵۲ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پاکستاني چارواکو ویلي، وروسته تر هغه چې پاکستان کې مېشتو افغان او نورو ناقانونه کډوالو ته د وتلو لپاره مهلت ورکړل شو، زرګونه افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
چاروکي وایي چې تر پرون ورځې ۵۲ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي او ګڼ شمېر نورو یې په کراچۍ او نورو ښارونو کې کډې بار کړي او د سرحد په لور روان دي.
د پاکستان دولتي ټلوېزیون په یو راپور کې ویلي، چې یوازې د پنجشنبې په ورځ څه باندې ۳ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.
په پاکستان کې دننه ځینو ادارو، ملګرو ملتونو او یو شمېر بهرنیو هېوادونو له پاکستان څخه غوښتي، چې افغان کډوال دې په زوره نه وباسي، خو پاکستاني چارواکي وایي، د خپلې شوې پرېکړې عملي کېدا کې جدي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس