معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان لومړی وزیر وایي، خلکو د ټاکنو لومړنۍ پایلې منلي

د پاکستان لومړی وزیر وایي، خلکو د ټاکنو لومړنۍ پایلې منلي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو د پایلو په اړه سیاسي ګوندونو او لاریون کوونکو ته ویلي، چې د دغه هېواد خلکو د ټاکنو پایلې منلې دي.

انوارالحق کاکړ د وروستیو ټاکنو په ترسره کولو کې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون او د پوځ له کړنو هم دفاع کړې ده.

کاکړ په داسې حال کې د ټاکنو کمېسیون او د هغې د پایلو دفاع وکړه، چې یو شمېر سیاسي ګوندونه د فبرورۍ د اتمې د عمومي ټاکنو په پایلو کې د درغلیو او لاسوهنو ادعاوې کوي.

انورالحق کاکړ د پاکستان پر سیاسي ګوندونو نیوکه کړې، چې په پاکستان کې د ټاکنیزو تشو د له منځه وړلو لپاره د اغېزمنو قوانینو”په جوړولو کې پاتې راغلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس