معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د پاکستان ویزه، که د بیت الله شریف عمره؟

د پاکستان ویزه، که د بیت الله شریف عمره؟

په داسې حال کې چې په نړۍ کې پرته له یو څه محدود قیمته د نړۍ د هېڅ هېواد پر ویزه دومره دروند لګښت نه راځي، زموږ ګاونډی هېواد پاکستان، اوس افغانانو ته په سمدستي توګه د ویزې لګولو قیمت د عمرې او حرمینو د زیارت تر ویزې او ټکټ تر قیمت لوړ کړی دی.
دا پداسې حال کې ده چې له لسیزو را پدېخواه، زمونږ دغه ګاونډي هېواد، افغانانو ته په راغلو نړیوالو مرستو تغذیه شوی او په میلیونونو تنو افغانانو یې د مهاجرت پر مهال دښتې او غرونه ور آباد کړي.
همدارنګه له یرغلګرو شوروي او امریکا سره د افغانانو د جهاد پرمهال، له خوارو او مظلومو افغانانو سره د نړیوالو په مرستو کې سم نیم شریک پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له دغو خوارو او پناه وروړیو افغانانو څخه په اعظمي توګه هر اړخیزه ګټه پورته کړې او لا هم په سلګونه افغان پانګوال او کار و باري خلک په دغه ملک کې پر پانګونه بوخت دي.
خو له بده مرغه دغه ملک د څو کلونو راهیسې عامو او ناروغه افغان وګړیو ته د ویزو په ورکړه کې عام له مختلفو بهانو او ځورونې کار اخلي او بېچاره افغانان یې له سخت کړاو سره مخ کړي دي.
پاکستان چې اوسمهال په خپله هم له سختې سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ دی او د ګدایۍ کچکول یې غاړې ته اچولی له نړیوالو هېوادو په عذر او زاریو مرستې غواړي، دغه هېواد ته د تلونکو عامو او ناروغه افغانانو د ویزو پر درخواستونو بل ډول تجارت پیل کړی او د ویزو د غوښتنلیک د نه منلو یا کېنسل کولو او د همدې وګړو له خوا بیا ځلي درخواست د ورکړې له لارې هره ورځ په لکهاوو ډالر ترلاسه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان له کره ثبوتونو او شواهدو سره ادعا لري چې په کابل کې د پاکستان سفارت او د هېواد په مهمو لویو ښارونو کې ددې هېواد د قونسلګریو له لارې عامو افغانانو ته د ویزو د ورکړې لړۍ د ځانګړيو کمېشنکارانو او ایجنټانو له لارې ترسره کېږي د یوه معین مقدار پیسو او هغه هم د امریکایي ډالرو په بدل کې ورکول کېږي.
خو هغه خوار افغانان چې نه د دومره پیسو د ورکړې توان لري او بل خوا د درملنې یا کوم بل ضروري کار لپاره یې هغه هېواد ته تلل هم اړین وي،په تکلیف کې ایسار اړمن خلک، بې سرنوشته خپلو ویزو لپاره په اونیو اونیو انتظار باسي.
خو هغه کسان چې د پیسو او رشوت په ورکړه قادر دي، ددغه کمېشنکارانو له لارې او پرته لدې چې کومه خاصه ستونزه ولري د یوې اونۍ په موده کې ویزه ترلاسه کوي او کولای شي دغه هېواد ته سفر وکړي.
ځیني عیني شاهدان لا وایي چې خلک آن د یوې ورځې په موده کې هم د ۱۱ سوو او ۱۲ سوو ډالرو په بدل کې دغه هېواد ته د ورتلو ویزه ترلاسه کولای شي.
خلک تور پورې کوي چې پاکستاني ډیپلوماتان او د دوی سرحدي مامورین له دغه کمېشنکارانو سره په فساد کې شریک دي او له همدې امله د عادي خلکو ته د ویزو د ورکړې لړۍ له ډول ډول ستونزو سره مخ ده.
بل لوري ته ګورو چې هره ورځ د پاکستان د ویزې غوښتنې لس ګونه درخواستونه چې د عامو افغانانو له خوا وړاندې شوي، بېرته کېنسل کېږي، په داسې حال کې چې پاکستان د ویزې غوښتنلیک د ډکولو په لومړیو کې ۸ ډالره د فیس په نوم له هغو بېچاره افغانانو څخه اخلي، چې خپل هېواد کې یا د بې روزګارۍ او یا د صعب العلاجه ناروغۍ څخه تنګ راغلي وي.
اوس هم زرګونه افغانانو پاکستاني ویزو ته په تمه نوم لیکنې کړي، چې لسګونه غوښتنلیکونه د کوم معقول دلیل د شتون پرته هره ورځ د دغه فیس له ورکړې سره سره کېنسل کېږي.
اوس دا پوښتنه پیدا کېږي چې ځان ته د مسلمان هېواد نوم ورکوونکی څنګه کولی شي، په سخت وضعیت کې د بل مسلمان د ایسارېدو څخه په دومره غټه کچه ناسمه استفاده وکړي؟
اوس هغه څه چې په کار دي دا دي تر څو افغان چارواکي په دې برخه کې له پاکستاني لوري سره سمې خبرې وکړي، خو متأسفانه څه په تېر جمهوریت کې او څه اوس د امارت په وخت کې، پاکستاني واکمن او د هغوی سرحدي ساتونکي او چارواکي ددې ستونزې د هوارۍ لپاره سم ګام نه اخلي او یا نه غواړي دا ستونزه په سمه او اساسي توګه حل کړي.
زمونږ په یاد دي چې د همدې ویزو ترلاسه کولو په موخه تېره واکمنۍ کې په یوه ورځ یوازې په یوه سیمه کې یوولس تورسرې تر پښو لاندې مړې شوې، خو نه چا پدې موضوع کوم غوږ وګروو او نه هم اوسنیو چارواکو تر اوسه پر افغان ملت د پاکستان د دغه تجارت په اړه کوم پرېکنده اقدام کړی دی.
د همدې پرله پسې بې غوریو له امله له افغان ولس نه د خېرات غوا جوړه شوې، چې د پخو شویو غوښو خوړلو ته یې ټول تیار دي، خو د ستونزو د حل لپاره یې هېڅ څوک هم د اساسي او بنسټیز کار کولو ته چمتو ندي. پدې هیله چې نور خوار افغان ولس د ګاونډیانو له هرې ورځني استعمار نه خلاص کړای شي.
“والسلام”

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تیصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس