معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان په بلوچستان کې ترافیکې پېښې شپږ تنه مړه او ۲۸ نور ژوبل کړل

د پاکستان په بلوچستان کې ترافیکې پېښې شپږ تنه مړه او ۲۸ نور ژوبل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله سیمه کې د یوه مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله شپږ مسافر مړه شوي او شاوخوا ۲۸ نور ژوبل دي.
دغو رسنیو د پاکستاني چاوراکو له قوله ویلي، چې یاد مسافر وړونکی بس له کوَټې څخه خېبر پښتونخوا ته روان و چې د قلعه سیف الله په تورو وسکي سیمه کې یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
دوی ویلي، د پيښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، چې د سیمې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
پاکستاني چارواکو په دغه ترافیکي پېښه کې د نهو ټپيانو روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.
ویل کیږي چې په دغه مسافر وړونکي بس کې سپاره کسان شعیه زیارت کوونکي و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس