معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د پاکستان په پنجاب کې پارېدلو مسلمانانو د مسیحیانو کلیسا ګانې او کورونه سوځولي دي

د پاکستان په پنجاب کې پارېدلو مسلمانانو د مسیحیانو کلیسا ګانې او کورونه سوځولي دي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۶ مه نېټه):
وروسته تر دې چې د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل آباد سیمه کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي راپورنه خپاره شول، تېره ورځ د یاد ایالت په جړاوالا سیمه کې لسګونه پارېدلو مظاهره چیانو پر یوشمېر کلیساګانو او د عیسویانو پر کورونو بریدونه کړي دي.
د یادې سیمې پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ په دغه سیمه کې یوشمېر کسانو داسې دعوه وکړه چې ګواکې هلته ځایي مسیحي اوسېدونکو اسلامي مقدساتو او د اسلام ستر پیغمبر ته یې سپکاوی کړی دی.
پولیس او د ښار اوسېدونکي وايي، تر دې وروسته د جړاوالا په یوشمېر جوماتونو کې اعلانونه وشول او سلګونه کسان ورغونډ شول، د یاد ښار پر سینما څلورلارې یې مظاهره وکړه او د پولیسو په وینا وروسته بیا پارېدلي خلک په ښار کې د عیسویانو سیمې ته لاړل او هلته یې یوشمېر کورونه او کلیساګانې وسوځولې ویې لوټلې او یا یې ړنګې کړې.
د جړاوالا د سیمې د عیسویانو مذهبي مشر “عمران بټي” خبریالانو ته ویلي دي چې مظاهره کوونکو په عیسانګري سیمه کې څلور کلیساګانې یا سوځولې او یا یې لوټلې دي او زیاتوي چې پارېدلو کسانو د مذهب د سپکاوي په تور د یو عیسوي کور هم ړنګ کړی دی.
په همدې حال کې په پاکستان کې د کلیساګانو مشر “ازاد مارشل” په یوه بیان کې ویلي دي چې په جړوالا کې پر عیسویانو د مذهب د سپکاوي ناسم تور لګېدلی دی.
همدا رنگه د پاکستان لنډمهالي صدراعظم انوار الحق کاکړ پر پېښه سخت خپګان ښوولی دی او د ټویټر پر پخوانۍ شبکه یې په خپل یوه بیان کې ویلي دي چې “د قانون سرغړوونکو او د لږکیو په نښه کوونکو پرضد باید سخت اقدامات ترسره شي.”
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس