معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې نن افغان لوبډله له سریلانکا سره لوبیږي

د پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې نن افغان لوبډله له سریلانکا سره لوبیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند په کوربتوب روان ۲۰۲۳ نړیوال کرکټ پنځوس اوریز جام سیالیو کې نن ماسپښین افغان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، له انګلستان او پاکستان څخه د افغان لوبډلې بریاوو سره د لوبغاړو مورال لوړ شوی او د سریلانکا پر وړاندې لوبې ته بشپړ چمتوالی لري.
د دوی په خبره تمه شته، چې په دې لوبه کې هم افغان لوبډله د سریلانکا پر وړاندې بریا ترلاسه کړي.
افغان لوبډلې روان نړیوال جام کې بنګلدیش، هند او نیوزلینډ ته لوبې بایللي، خو دوه قوي لوبډلو انګلستان او پاکستان ته یې ماتې ورکړې ده.
افغان لوبډله له سریلانکا سره په ۱۱ یو ورځنیو لوبو کې مخامخ شوی، چې درې یې ګټلي، اووه یې بایللي او یوه لوبه یې بې پایلې پای ته رسېدلې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس