معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی به له دندې ګوښه نشي

د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی به له دندې ګوښه نشي

-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي کابل ۱۱ مه نېټه):

د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال په مرکز کابل او ولایاتو کې د پوهنې وزارت اړوند د ښوونیز څار ریاست له مسوولینو سره کتنه ترسره کړې ده.

د راپور پر بنسټ، نوموړي دغه کتنه کې د یاد وزارت په اداري تشکیل کې پر وروستیو بدلونونو او جوړښت خبرې کړې دي.

ارګ ویلي، په دې لیدنه کې سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د سرپرست حکومت د پالیسۍ له مخې به د پوهنې وزارت هېڅ کارکوونکی له دندې ګوښه نه شي او د بدلونونو پر مهال به په نورو مناسبو موقفونو کې پر دندو ګمارل کیږي.

دغه راز د ښوونیز بهیر څار ریاست کارکوونکو بیا غوښتنه کړې، چې د پوهنې وزارت په تشکیل کې دې د سرپرست حکومت لومړنۍ طرحه تطبیق شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس