کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خېبر پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د هغو ځوانانو روغتیايي وضعیت نازک دی، چې د جرګې د تنظیم پر مهال پرې د پاکستاني پولیسو له لوري ډزې شوي.
د خبر پر بنسټ پاکستاني پولیسو اوښکې بهوونکي ګاز هم پر خلکو کارولی دی.
دوی د دغو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی.
د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین هم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې پولیسو یې د ملګرو وسایل هم له ځان سره وړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پام کې لري چې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه په خېبر سیمه کې د پاکستان حکومت د چلند پر وړاندې “قامي محکمه یا جرګه” جوړه کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/