معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتیا په څلور ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانېستل شوه

د پکتیا په څلور ولسوالیو کې د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانېستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د دوی تر چتر لاندې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له لورې د دې ولایت په څلورو ولسوالیو زرمت، مرکز ګردېز، احمد ابا او سیدکرم کې د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژه پرانېستل شوه.
د خبر پر بنسټ، د دغې پروژې مسوولینو ویلي، چې د دې پروژې اساسي موخه خلکو ته د کاري زمينې برابرولو سربېره د باراني اوبو او د ځمکې لاندې د اوبو سطحې ټيټوالي کنترول دی، څو اوبه په ښه ډول مدیریت او د بې ځایه ضایع کېدو څخه يې مخنیوی وشي.
د دغه ولایت کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر ویلي، چې دغې پروژې پلې کېدو سره به څه د پاسه ۹ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د مسوولینو په وینا د خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې په چوکاټ کې به ۵۹ کوچنۍ بېلابېلې ساختماني پروژې هم پلې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس